ایکنانیوز له تایلینډه راپور ارکړ، ددغه نندارتون پرانیستونکي دستورې د تایلینډ د بانکاک ښار په المیراث کمپلیکس کې د ایران د سفیر سید رضا نوبختي،د ایران د کلتوری سلایارمهدي زارع او د کلتور او اسلامی ارشاد د چارو د وزیر د قرآڼ او عترت د برخې مرستیال علی رضا معاف او د تایلینډ د کلتور د مرستیال وزیر په شتون سره افتتاح شو او رسما ئې کار پیل کړ.
په پیل کې د ایران سفیر لهخوا د تایلینډي مسئولانو له هرکلي وروسته ،د ایران دکلتور او اسلامی ارشاد د وزیر دقرآن او عترت د برخې د مرستیال قایمقام مهدي عزیززده ، د د هنری آثارو، قرآڼي او کلتوري محصولاتو ،کتاب، له قرآڼ سره اړونده لاسي صنائع پشمول په دغې پيښې کې نندارې ته وړاندې شوؤ آثارو په باب توضیحات وړاندې کړل او د قرآن په دګر کئې د ایران د تعلیمی او هنری ظرفیّتونو یادونه وکړه او د تایلینډ د دوستانو فرهنګ ته ددغوهنرونو دمنتقلولو لپاره ئې چمتووالی اعلان کړ.
په دوام کې د تایلینډ د کلتور د وزیرمرستیال فونپوم ویپاتیپومیپرات (Phonpoom Vipattipumiprates) هم د قرآڼ ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې پځپلې وینا کې د ایران کلتور یو بډائ کلتور وباله چې د خپل دوه زره کلنې غوړیدا کې هماغه شان ایرانیانو د ژوند په سټایل کې خپل دغه بدائ کلتوري دودونه خوندي ساتلی دي.
هغه په دوام کې ووئیل، دغه نندارتون چې د اوسمهاله ایراني-قرانی هنر څخه یو تلفیق دی،د دواړو هیوادونو د ډيپلوماټيکو اړیکو او کلتوري او اسلامی مبادلاتو د سوئې له لوړتیا سره د پام وړ مرسته کوي اود لازیاتې ملګرتیا زمینط برابروي.
په تایلینډ کې د ایران کلتوري سلایار مهدي زارع هم په دغودستورو کې په اسلامی نړۍ کې د قرآن آسماني کتاب او د دغه مقدس کتاب د نندارتونونو د ترسره کیدا د اهمیّت په نړیوالواړیکو کې د قرآني زده کړو،د پلی کولو د اهمیّت په باب خبرې وکړې.
په تایلینډ کې د ایران سفیر سید رضا نوبختي هم په پیل کې پخپلې وینا کې د فلسطین په ملاتړد کې د تایلینډ ددریځونو او د فلسطین دملت په ضد د جنایتونو په محکومیّت کې د بانکاک د سیاستونو ستاینه اوقدرونه وکړه او وې وئيل، په درست قرآن کې د رحمت،مهربانۍاو دا نسان دوستۍ زده کړې موجودې دی اوکه د قرآن کریم ټولوتعلیماتو باندې فکر وکړو، نو دا د مختلفو هیوادونوپه تیره بیا تایلینډ په کلتورکې چې خلک ئې ډير آءام ،صمیمي او مهربان دي ،موندلی کیږي.
د وئيلوده چې دغه نندارتون په تائيلینډ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په ملګرتیا سره د بنکاک په المیراث کمپلیکس کې افتتاح شوی او ترنن یعني د فرورۍ تر یولسمې نیټې وروستیو پورې به دوام وکړي.